عبدالله د امنیتي او پرمختیايي وضعیت په اړه بادغیس ته تللی

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بادغیس ولایت د امنیتي او پرمختیايي وضعیت د ارزونې په هدف دغه ولایت ته سفر کړی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې له ښاغلي عبدالله سره په دغه سفر کې د کابینې يو شمېر وزیران هم ملګري دي او هلته به د سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره د امنیت ترڅنګ په يو شمېر نورو مسایلو هم خبرې وکړي.

دغه سفر د اجرائیه رئیس د سفرونو يوه برخه ده چې ولایتونو ته یې کوي او هدف يې له نېږدې څخه د هغه ولایت د امنیتي، حکومتوالۍ او پرمختیايي چارو څارنه او د خلکو ستونزو ته رسېدګي کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.

خو د هلمند استازو او يو شمېر قومي مشرانو د ښاغلي عبدالله دغه سفر تشریفاتي بللی او ویلي و چې د نوموړي له سفر وروسته د دغه ولایت په امنیت کې ښه والی نه دی راغلی.