د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان او ایران څخه د کډوالو راستنېدل زیات شوي او یوازې له پاکستانه د ورځې شا او خوا ۱۵۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته راستنېږي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل، تېره اوونۍ تر ۱۹ زره او ۵۰۰ زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
ښاغلي میاخېل وویل:
"تېره اوونۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه د ۱۳۵۲۹ او پاکستان څخه ۶۳۹۵ افغان کډوالو داوطلبانه یا اجباري راستنېدنه ثبت کړې ده، دا کډوال د نیمروز او تورخم له سرحدي لارو افغانستان ته راستانه شوي دي."
د ښاغلي میاخېل په وینا، تمه ده چې پاکستان کې د ښوونځیو په رخصتېدو سره به د هغو کډوالو شمېر د ورځې شا او خوا درې زرو تنو ته ورسېږي چې له دغه هېواده راستنېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال تر یو نیم میلیون زیات افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې په کارتونو ژوند کوي.