د کابل په شمال کې د شکر درې ولسوالۍ د شاهعروس د اوبو د بند جوړولو کار پرون د سې شنبې په ورځ بشپړ شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تنظیم عمومي رئیس سلطان محمود محمودي ازادي راډیو ته وویل، دا بند د ۲۰ مېليونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د ښاغلي محمودي په وینا، د اوبو دا بند به یو مېګا واټ برېښنا هم تولید کړای شي.
ښاغلي محمودي وویل:
"د دې بند د ودانولو هدف د شکر درې او خوا او شا سیمو خلکو ته د څښاک د اوبو تأمین او کروندو ته د اوبو رسول دي او دا بند یو مېګا واټ برېښنا هم تولیدوي."
د ښاغلي محمودي په وینا، د شاهعروس بند د ۳۰ مېليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او ټاکل شوې چې د روان کال په مني کې به کار پیل کړي.