د کابل ښار د نهمې حوزې سیمه کې انتحاري حمله وشوه
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل په نهمه حوزه کې د روغتیا څلور لارې ته څېرمه د يوه رسټورانټ مخې ته انتحاري حمله شوی ده.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې سیمه کې پنځه ویجاړ شوي موټرونه لېدل کېږي چې دوه يې د بهرنیو ځواکونو زغرول ټانکونه دي.
په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نشته خو د عیني شاهدانو له قوله ویل کېږي چې د پېښې په ځای کې یې دوه جسدونه لېدلي.
د ازادي راډیو خبریال همدارنګه وايي چې اوسمهال سیمه کلا بنده ده او پېښې ځای ایمبولاسونه رسېدلي.