افغان ولسمشر اشرف غني وايي، وسلهوالو طالبانو او نورو ترهګرو ته درانه زیانونه اوښتي او په وروستیو میاشتو کې یې یو شمېر قوماندانان هم وژل شوي دي.
دا خبره ولسمشر غني پرون د سې شنبې په ورځ ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازې مېرمن سابین سپارواسر سره په لیدنه کې کړې ده.
د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړې استازې له ولسمشر سره په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه، د افغانستان د سولې پر هڅو او نورو مسئلو هم خبرې کړي.
د ولسمشر اشرف غني ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل چې مېرمن سپارواسر په دې لیدنه کې د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې وستایلې او د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار راتګ یې د همدې هڅو نتیجه وبلله.
د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړې استازې همدا راز پرون کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاحالدین رباني سره هم وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دواړو لورو د دوه اړخېزو مناسباتو او همکاریو، د تماس بین المللی ډلې د راتلونکې غونډې د جوړولو او د افغانستان د سولې بهیر او لهدې بهیره د سیمې او د نړۍ د هېوادونو د ملاتړ په هکله خبرې وکړې.