د حزب اسلامي ۴۸ زندانیان له پلچرخي زندانه خوشې شول

د حزب اسلامي ۴۸ زندانيان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د پلچرخي له زندانه نن له غرمې وروسته را خوشي شول.

د پلچرخي زندان رئیس محمد تواب احمدزي ازادي راډيو ته وويل چې دا زندانيان د حزب اسلامي د استازو په حضور کې راخوشي شول.

دی وايي چې ډېر ژر به د دې حزب یو شمېر نور زندانيان هم راخوشي شي.

دا په داسې حال کې ده چې باید د حزب اسلامي د مسولانو د خبرې پر اساس د د شنبې په ورځ د دې حزب ۶۹ تنه زندانيان راخوشي شوي وای خو د دې حزب مسؤلینو وويل چې د ۱۳ زندانيانو نومونه له دې لېسته ايستل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مسؤلین وايي چې ګلبدين حکمتيار د پنجشنبې په ورځ کابل ته ځي.

د دې حزب وياند قريب رحمان سعيد نن خبريالانو ته وويل چې د ښاغلي حکمتيار د راتګ لپاره بشپړه تياری نيول شوی دی.