د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې تېره شپه د نښتې پر مهال ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دغې ولسوالۍ په زرتاله نومي سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې تر سهارهيې دوام کړی.
نوموړي زیاته کړه چې په دغې حمله کې د طالبانو د لېزر قطعې د درېیو غړو په ګډون نور وسلهوال هم وژل شوي دي.
په یاده سیمه کې یوې سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په نښته کې یو ملي اردو او ۷ ملي پولیس وژل شوي او ۶تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا چې ۷ تنه ملي پولیس هم له طالبانو سره یوځای شوي دي.
هغه همداراز وویل چې په نښته کې د شمال په نوم د طالبانو یو مشهور قوماندان هم وژل شوی دی.
د ارزګان امنیتي چارواکي بیا وسلهوالو طالبانو سره د پولیسو یوځای کېدل ردوي.
د یاونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د دهراوود ولسوالۍ امنیتي چارواکو د وسلو او مهماتو د نشتوالي نه شکایت هم کړی وو.