د امریکا یو لوړپوړی ډيپلومات تاجکستان ته د سفر پر مهال له چارواکو سره ويني.
په دوشنبه کې د امريکا سفارت چارواکو ازادي راډيو ته ويلي چې منځنۍ اسيا ته د امريکا د بهرنیو چارو د مرستيال وزیر ډانیل روزنبلم د تيرې يکشنبې په ورځ تاجکستان ته رسېدلی او سبا د چهارشنبې په ورځ به بېرته امریکا ته ستون شي.
ښاغلی روزنبلم له پنځو منځنۍ اسيايي هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره د ډيپلوماتيکو اړیکو او په دغو هېوادونو کې د امریکا د پالېسۍ مشري کوي.
تاجک چارواکي وايي، روزنبلم د دوشنبې په ورځ د بېړنۍ کمېټې له چارواکو سره کتل او د طبيعي پېښو د مخنیوي په اړهيې خبرې وکړې. د خبرو تمرکز د کمېټې د تخنیکي وړتياوو پر پرمختګ وو.
منځنۍ اسیا ته د روزنبلم سفر په داسې حال کې دی چې د امریکا د مرکزي قوې قوماندان جنرال جوزېف ووټل هم د اپرېل په ۲۵مه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دفتر وايي، ده او ووټل د سيمه یېز امنيت او ثبات په خاطر د نظامي همکاريو په اړه خبرې وکړې.
ياد دفتر ويلي چې امام علي رحمان او جوزېف ووټل له افغانستان سره پر پوله د تاجک سرحدي ځواکونو د وړتياوو زياتولو او همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.