د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لیدو لپاره د سوچي ښار پر لور سفر پيل کړ.
دواړه مشران به نن وروسته د پوتين په کور کې د جي شل هېوادونو د سرمشريزې په اړه خبرې کوي چې ټاکل شوې ده په هامبورګ کې د جولای په اوومه او اتمه جوړه شي.
دا يو ورځنی سفر روسيې ته د مېرکل وروسته له هغه دوهم سفر دی چې روسيې د ۲۰۱۴میلادي کال په مارچ مياشت کې کريمیا له اوکراینه جلا کړه او په خپله خاوره پورې يې ونښلوله.
د مېرکل وياند ويلي چې دا به همداراز د اوکراین او سوريې د کړکېچونو په اړه هم بحثونه وکړي.