بوداپست کې هنګري وګړو د اروپايي اتحاديې په ملاتړ لاريون وکړ

په بوداپست کې زرګونه هنګري وګړي سړکونو ته راووتل او د اروپايي اتحاديې په ملاتړ يې لاريونونه وکړل.

لاريون کوونکو همداراز د دوی په وينا د هنګري د صدراعظم ويکتور اوربان تر واک لاندې په دې هېواد کې د روسیې د زیات شوي نفوذ په اړه هم اعتراضونه وکړل.

دا لاریون وروسته له هغه دی چې په وروستيو اوونيو کې په بوداپست کې د هغه قانون پر ضد يو شمېر اعتراضونه شوي چې له مخې به‌يې هنګري کې د امریکايي پانګه‌وال جورج سوروس له‌خوا جوړ شوي پوهنتون فعاليت بند شي.

پرون د مې په لومړۍ نېټه شااوخوا لسو زرو خلکو په لاریون کې ګډون وکړ او د روسيې د سفارت مخې ته‌يې د تېرېدو پر مهال شعارونه ورکول:

اروپا، نه روسيه.