د امریکا او روسيې ولسمشران د سوريې پر جګړې سره غږېږي

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن د سوريې د کورنۍ جګړې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړي.

واک ته تر رسېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه دوه ځله له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې کړي.

سپینه ماڼۍ وايي، د دواړو ولسمشرانو په نننۍ ټیلیفوني مکالمه کې د سوريې د جګړې په اړه خبرې کېږي.

متحده ایالات د سوريې حکومت د وسله‎والو مخالفینو ملاتړ کوي او روسیه بیا د سوريې د ولسمشر بشارالاسد کلک پلوی دی.

روسیه د سوريې د ولسمشر بشارالاسد کلک پلوی دی.

ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین په داسې وخت کې له یو بل سره غږېږي چې ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د سوريې یوه پوځي اډه په لیرې واټن ویشتونکو کروز توغندیو وویشتله.

امریکا او متحدان‌يې وايي، پر سوريې دا برید د هغې کیمیاوي حملې په عکس‌العمل کې شوی چې په ادلب ښار کې يې شااوخوا ۸۰ ملکي وګړي ووژل.

روسیه بیا دا نه‌مني چې د بشار الاسد ځواکونو دې په ادلب کې کیمیاوي وسله استعمال کړې وي او ټینګار کوي چې یا دا د بشارالاسد د حکومت پر ضد دسیسه ده او یا هم د سوريې ځواکونو هغه زېرمه په نښه کړې چې وسله‎والو په‌کې کیمیاوي ګاز ساتلي وو.

بل لور ته د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل نن د روسيې په ساحلي ښار سوچي کې له ولسمشر پوتین سره ویني او د اوکراین او سوريې د حالاتو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

انګلا مېرکل نن ساحلي ښار سوچي کې له پوتین سره ویني.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي ‎لاوروف به د روانې مې میاشتې په ۱۰مه نېټه په الاسکا کې له خپل امریکايي سیال رکس ‎ټېلرسن سره غونډه وکړي او د سوريې د جګړې په اړه به خبرې وکړي.

د مسکو د کارنیګي څېړنیز مرکز مشر ډیمیټري‎ ترینین وايي، که څه هم د روسيې مشر ولادیمیر ‎پوتین د مسکو او برلین تر منځ د اړیکو د نورماله کېدو ملاتړ کړی، خو د پوتین او مېرکل له نننۍ غونډې د زیات پرمختګ تمه نه‌کېږي.