د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د خبریالانو قتل او په وړاندې يې د تاوتریخوالي د قضیو تعقیب او هڅې د دوی په کاري لومړیتوبونو کې راځي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي نن د رسنیو د نړیوالې ورځې په ویاړ په یوه ناسته کې وویل په دې اړه له امنیتي ځواکونو سره دوی اړیکې لري.
دی زیاتوي:
"د ژورنالېستانو د قتلونو او د تاوتریخوالي د قضیو تعقیبول زموږ کاري برنامه ده چې په اړهيې د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او د رسنیو له بېلابېلو ادارو سره په اړیکه کې یو."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د رسنیو بېلابېلو ادارو د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې د حکومت د جدي هلو ځلو غوښتونکي دي.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د خبریالانو د خونديتوب په هدف د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په جدیت سره په خپل کار پیل کړی دی.