امریکا خپلو اتباعو ته اروپا ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی

د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته اروپا ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په اروپا کې د پرله‌پسې ترورېستي حملو ګواښ پر ځای پاتې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه بیان کې په فرانسه، روسیه، سویډن او بریتانیا کې وروستیو ترورېستي حملو ته اشاره کوي خو وايي چې دا خبرداری د کوم خاص ګواښ له کبله نه‌ورکول کېږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې اسلامي دولت ډله یا داعش او القاعده شبکه په اروپا کې د ترورېستي بریدونو د پلانولو او عملي کولو توان لري.