ټرمپ او پوتین به پر ټیلیفون د سوریې په اړه بحث وکړي

سپینه ماڼۍ وايي، ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې ولسمشران ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین نن غرمه په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د کړکېچ په اړه بحث وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې پلان شوې دي چې د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل د یوه بې‌ساري سفر په ترڅ کې روسیې ته ځي.

د سوریې په کړکېچ کې مسکو د بشارالاسد او واشنګټن د رژیم د مخالفانو ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت په سوریه کې پر ملکي وګړو د کیمیاوي وسلو د هغه برید په وړاندې چې نوي کسان‌یې ووژل په غبرګون کې دولتي ځواکونه مسؤل وبلل او د سوریې پر یوې پوځي اډې د توغندي د برید امر یې ورکړ.

خو روسیه وايي چې دا حمله د بشارالاسد رژیم نه‌ده کړې.