د "ای. اېس. ای" مشر د روانې اوونۍ پای کې کابل ته راځي

د پاکستان د استخباراتي ادارې "ای. اېس. ای" مشر د روانې اوونۍ په پای کې کابل ته ځي.

د "ای. اېس. ای" عمومي رئيس برید جنرال نوید مختار وروسته له دې افغانستان ته سفر کوي چې د پاکستان د پوځ او د پارلمان دوو پلاوو جلا-جلا په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکو پرون دوشنبه وویل، ټاکل شوې ده چې د "ای. اېس. ای" عمومي رئیس له افغان چارواکو سره د ترورېزم پر ضد پر دوه اړخیزې مبارزې او امنیتي همکاریو خبرې وکړي.

له څه باندې یو کال راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې سړې شوي خو کابل ته د پاکستاني چارواکو د وروستۍ یوې اوونۍ سفرونه ښيي چې دواړه هېوادونه غواړي چې په خپلو اړیکو کې ښه‌والی راولي.