د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون په ترکیه کې د دولتي کارکوونکو پر ګوښه کېدو او نیول کېدو سخته اندېښنه ښکاره کړه.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت د روانې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو تر ۳ زرو ۹۰۰ ډېر حکومتي مأمورین له کاره لیرې کړل.
دا کسان د اردوغان پر ضد په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر زید رعدالحسین پرون دوشنبه په جېنوا کې یوې خبري غونډې ته وویل، باید په ترکیه کې هر راز برطرفۍ او نیونې په اصولو برابرې وي.
نوموړی وايي:
"یوازې د شنبې او یکشنبې په ورځو ۴ زره مأمورین برطرفه شوي چې زر تنهیې د عدلیې وزارت مأمورین دي. دې ته په پام چې د دغو کسانو شمېر دومره زیات دی، باور نهشي کېدای چې د تور لګونو او نیونو پروسه دې معیاري وي."
د تېر کال د جولای میاشتې له ناکامې کودتا وروسته په ترکیه کې تر یولکو ۲۰ زره زیات کسان په حکومت او خصوصي سکتور کې له کارونو څنډې ته کړای شول.