د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، ولسمشر حق لري هغه سیاسي بندیان چې حقالعبد ورباندې نه وي، وبخښي.
د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل په داسې حال کې دا خبرې کوي چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه د حرب اسلامي یو شمېر بندیان د ولسمشر د فرمان له مخې له بنده خوشې شي؛ خو د یو شمېر دغو بندیانو د نه خوشې کېدلو له امله د حزب اسلامي لهخوا د نورو هغو خوشې کول هم ځنډول شوي دي.
زموږ همکار اجمل تورمان په دې اړه له ښاغلي لعل سره مرکه کړې او په سر کې یې د همدغې موضوع په اړه ترې پوښتلي دي.
Your browser doesn’t support HTML5