د خوست مدني فعالان: د ښار پاک ساتل د ټولو وګړو ګډ کار دی

د خوست یو شمېر مدني فعالان وايي، د ښار پاک ساتل او د ښاري فرهنګ دودول د ټولنې د ټولو وګړو ګډ کار دی.

دوی زیاتوي، که‎ چېرې د ښار په پاک ساتلو کې ټول برخه وانه‎خلي، یوه اداره او ټولنه په یوازې ځان ښار او چاپېریال پاک نه‌شي ساتلی.

یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ مدني فعالانو او ښاریانو د خوست ښار د پاکولو په حشر کې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وکړې.

په یاد حشر کې چې لسګونه کسانو برخه اخیستې وه، په جاروګانو، بېلونو او کراچیو يې د ښار ځیني سړکونه او کوڅې پاکولې او بیا یې کثافات د ښاروالۍ د تنظیفاتو د موټرو په واسطه د ښار ټاکلي ځای ته لېږدول.

بل‌خوا د خوست ښاروال انجنیر عبدالبصیر محمدزي وویل، دوی د ښار د پاکولو لپاره ځینې اساسي برنامې لري چې په عملي کېدو سره به‌يې د ښار د پاکوالي حالت یو څه ښه شي، خو دا کار په یوازې ځان ستونزمن دی.

د یادونې وړ ده، که څه هم د پخوا په پرتله په خوست ښار کې د خلکو له‎خوا حشرونه کم شوي، خو په وروستیو دوو کلونو کې د ښار ځینې لارې او سړکونه په اساسي ډول جوړ شوي چې د ښار بڼې ته‌یې ښکلا ورکړې او ښار ورسره څه نا څه پاک شوی دی.