هند پر پاکستان تور پورې کړی چې په لانجمن کشمیر کې یې دوه هندي سرتېري وژلي او بیا یې اندامونه ورپرې کړي دي.
د هند پوځ د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې پاکستاني سرتېرو د هندي پوځیانو یوه ګزمه په کمین ووهله او بیا یې د دوو هندي سرتېرو جسدونه ټوټې ټوټې کړل.
د بیان له مخې، پاکستاني پوځیانو همداراز په سرحد کې څو راکټونه او د هاوان مرمۍ هم ویشتې دي.
که څه هم پاکستان تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې، خو هند ګواښ کړی چې مناسب ځواب به ورکړي.