د افغان حکومت یوه سرچینه وايي چې وسلهوالو طالبانو د منصوري په نامه پسرلني عملیات درولي دي.
دغې سرچینې چې نهیې غوښتل غږ او نومیې خپور شي ویلي د مالي سرچینو د وېش په سر د کوټې شورا او حقاني شبکې تر منځ اختلافونه د دغو عملیاتو درېدو عمده لاملونه بلل کېږي.
د سرچینې په خبره د کوټې شورا حقاني شبکه په خپلسرۍ تورنه کړې ده او ویلي یې دي چې د حقاني شبکې دغه ډول حرکات د جګړې په ډګر کې د طالبانو په روحیه ناوړه اغېز پرې باسي.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د منصوري په نوم پيل شوي عملیات د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې روان دي.
وسلهوالو طالبانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د منصوري په نامه د پسرلنیو عملیاتو د پيل خبر ورکړی و.