جاپان خپله جنګي بېړۍ د دغه هېواد تر کنټرول لاندې اوبو ته استولې

جاپان خپله تر ټولو لویه جنګي بېړۍ د دغه هېواد تر کنټرول لاندې اوبو ته استولې څو د متحده ایالاتو یوه تدارکاتي بېړۍ بدرګه کړي.

د ایزومو په نوم دا لویه جنګي بېړۍ چې د هلیکوپټرو د ناستې وړتیا هم لري نن توکیو ته نېږدې له یوکوسوکا بندره حرکت وکړ.

تمه ده د امریکا متحده ایالاتو تدارکاتي بېړۍ چې اوس‌یې د جاپان تر ټولو لویه جنګي بېړۍ بدرګه کوي په سیمه کې د کارل ونسون حمله‌ورې ډلې په‌شمول فعالو امریکايي جنګي بېړیو تېل برابر کړي.

له کله چې د جاپان پوځ د یوې جنجال پاروونکې لایحې تر تصویب وروسته له هېواده بهر د فعالیتونو جواز تر لاسه کړ لومړی ځل دی چې جاپان داسې عملیات ترسره کوي.

شمالي کوریا ګواښ کړی چې د کارل ونسون جنګي ګروپ او د متحده ایالاتو یو اوبتل به له‌منځه یوسي هغه ګواښ چې د واشنګتن او پیونګ یانګ لانجې یې لا پسې زیاتې کړې دي.

شمالي کوریا د دغه هېواد د اټمي فعالیتونو د درولو له ګواښ سره سره د اپرېل په ۳۰مه د یوه راکټ د ازمویلو هڅه وکړه چې ناکامه شوه.