ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی

ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن له غرمې وروسته شااوخوا درې بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند د باريکاب پله ته نېږدې سیمه کې د دولت وسله‌والو مخالفینو د سوزوکي موټر څخه په استفادې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد کړی دی.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې دې پېښه کې یوازې ځان وژونکی بریدګر وژل شوی او نور چاته زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.