پاکستان ته به د حامد کرزي سفر افغانستان ته څه ګټه ولري؟

د پاکستاني پلاوي له‎خوا نوموړي هېواد ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د سفر بلنه، د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیون د رئيس په باور یو مثبت ګام دی او د دواړو هېوادونو پر اړیکو به مثبت اغېز وکړي.

محمد هاشم الکوزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم حامد کرزی د افغانستان په اوسني حکومت کې کوم رول نه‎لري خو د یوې پېژندل شوې څېرې په توګه‌یې سفر، د هېواد پر وضعیت مثبت اثر کولای شي.

هاشم الکوزی

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"پاکستان ته د کرزي سفر مثبت او د افغانستان په خیر ګڼم، کوم اختلافات چې د افغان حکومت او پاکستان تر منځ راغلي، د کرزي له ورتګ سره به د دغو ستونزو هوارولو ته د حل لارې پیدا شي."

ښاغلي الکوزي هیله وښوده چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو تر منځ، په اوسنیو ترینګلو اړیکو هم خبرې وشي.

که څه هم ښاغلي الکوزي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر ژمنو شک کوي، تمه ښيي چې په دې سفر کې به پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې رښتینې همکاري وکړي.

کابل ته راغلی پاکستانی پارلماني پلاوی

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې کابل ته پاکستاني پارلماني پلاوي د خپل سفر پرمهال، په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د روان وضعیت د کنټرول لپاره، ګډو مرستو او دوستاته اړیکو ته اړتیا لیدل کېږي.

حامد کرزی په دې وروستیو کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې کنفرانس کې د ګډون لپاره، مسکو ته هم تللی و.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او روسیه په دې وروستیو کې د سیمې د مسایلو اړوند، یو شان دریځ لري او کرزي هم د طالبانو په اړه د روسيې د دریځ ملاتړ کړی دی.

ځیني کارپوهان وايي، د پاکستان له‎خوا هغه هېواد ته د حامد کرزي د ورتګ بلنه، د افغانستان په اړه د روسیې او پاکستان په ګډ دریځ پورې اړه لري.

د دغو کارپوهانو له ډلې حي‌ګل سلیمان‌خېل، پاکستان ته د حامد کرزي سفر ګټور نه‌ګڼي وايي چې پاکستان د نفاق اچونې او هغه سوء تفاهم له امله چې د ښاغلي کرزي او ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ رامنځته شوی، دغه هڅه کوي.

نوموړی وايي:

"کرزی په خپلې واکمنۍ کې ۲۱ ځلې پاکستان ته لاړ، خو پاکستان ورته ښه مخ ونه‌ښود. پاکستان ته د کرزي ورتګ ښه دی ځکه چې دی یو وخت زموږ واکمن و، خو افغانستان ته به مثبت پیغام ونه‌لري."

سلیمان‌خېل وايي، کرزی د افغانستان یو عادي تبعه دی او د دواړو هېوادو تر منځ د اړیکو په ښه کولو او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یې پاکستان ته تګ هېڅ ګټه نه‌لري.

راپور: خان محمد سیند