یوناما د حکمتیار راستنېدنه د سولې پروسه کې مهم پرمختګ یادوي

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار سوله‌ییزه راستنېدنه د سولې په پروسه کې مهم پرمختګ یادوي.

یوناما نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یوې عادلانه سولې لپاره د تاوتریخوالي پرېښودو ته د ټولو لېواله کسانو د راښکېلولو په تړاو د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ پاتې شي.

د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نېږدې اته میاشتې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې له یوې هوکړې وروسته دوه ورځې وړاندې لغمان کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو او وینا یې وکړه.