د فرانسې منځلاری کاندید مکرون: اروپایي ټولنه باید اصلاح شي

د فرانسې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو وتلي کاندید منځلاري امانوېل مکرون ویلي، اروپایي ټولنه باید اصلاح شي که نه له دې ټولنې د فرانسې د وتلو "فریکسټ" له نظریې سره مخ کېږي.

امانوېل چې د اروپايي ټولنې پلوي دی له بي بي سي سره په خبرو کې دا مسئله یاده کړې.

منځلاري مکرون نن ویلي چې د اروپا فکر او د اروپا پالېسۍ د فرانسې لپاره ډېرې مهمې وې خو فرانسویان د یادې ټولنې د بې‌توجهۍ او غیر عملي دریځ په خاطر نور زیات ملاتړ نه‌ترې کوي.

ښاغلی مکرون زیاتوي:

"هو ځیني خلک په قهر دي. دا قهر ملي جبهې ته په رأیې سره هم ښکاره کېږي. خو ملي جبهه نه‌غواړي چې د دې قهر ریښو ته ورداخله شي. دا زما جګړه ده او زه د دوه فرانسو تیوري نه‌شم منلی. زما دنده دا ده چې راتلونکو کلونو کې دا هېواد سره یوځای کړم او دا فرانسویان سره ګډ کړم."

رأی ورکوونکي به د مې په اوومه د امانوېل او مارین لوپن له‌منځه یو تن د ولسمشر په توګه انتخابوي.

امانوېل مکرون په لومړي دور انتخاباتو کې تر لوپن لږ مخکې و.

تر دې مخکې د فرانسې د ولسمشرۍ دغه مخکښ کاندید د اروپايي ټولنې سرسخته پلوي کوله خو سیالې یې مارین لوپن ویلي و چې له اروپايي ټولنې وځي او ان یورو د فرانسې د ملي پيسې په توګه نه‌چلوي.