د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې مذاکره کوونکو د فدرالي لګښتونو لپاره د یو ټرېلیون ډالره یا زر میلیارده ډالرو په یوې لایحې موافقه وکړه.
د دې موافقې له مخې چې پرون ناوخته وشوه، د دې اوونۍ تر پایه د حکومت د کارونو د بندېدو مخه ونیول شوه او حکومت کولای شي د سپټمبر تر ۳۰مې په خپل عادي حالت روان وي.
د امریکا کانګرس د استازو او سنا جرګې باید دواړه دا لایحه تصویب کړي هغه څه چې روانه اوونۍ یې تمه کېږي.
په دې لایحه کې د پوځي لګښتونو زیاتېدل شامل شوي خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وړاندیز له مکسیکو سره د دېوال د جوړولو مصارف نهورکوي.
که لایحه د مې تر پنځمې ونهمنل شي ټولې فدرالي ادارې به خپل لکونه کارکوونکي ځواب کړي او یوازې به د قانون د تطبیق ادارو کارکوونکي او نورې خدماتي برخې د معاش له ترلاسه کولو پرته دندې مخته وړي.
وروستی ځل په ۲۰۱۳ کال کې فدرال ادارو خپل کارونه د ۱۷ ورځو لپاره بند کړي و.