کُرد-عرب ځواکونه د سوریې تبقه ښارګوټي په نیولو کې مخکې تللي

د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړه برخه‌مند کُرد-عرب ځواکونو په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو د اصلي مرکز رقه ښار ته نېږدې تبقه ښارګوټي د نیولو لپاره مخکې تګ کړی دی.

دا خبره پرون د سوریې د بشري حقونو بریټانیا مېشتې څارونکې ډلې وکړه.

د دې ډلې په خبره د سوریې ډموکراتیک پوځ اوس د تبقه ښار اویا فیصده کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

په دې ښار کې ۸۵ زره کسان اوسېږي.

د تبقه ښارګوټي د نیولو لپاره د کُرد-عرب ځواکونو عملیات د امریکا متحده ایالاتو له هوايي ملاتړ هم برخه‌مند دي.

د اسلامي دولت ډلې پر ضد د عملیاتو پر مهال یادې ډلې ته زیات تاوانونه اوښتي او ګڼې سیمې یې له کنټروله بهر کړای شوي دي.

په سوریه کې د جګړو له پیل راهیسې څه باندې درې لکه کسان وژل شوي او دې کورنۍ جګړې اسلامي دولت ډلې ته هم په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو پرمختګونو زمینه برابره کړې وه.

اسلامي دولت ډلې یا داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق ځیني ښارونه او د سوریې یو شمېر برخې په خپل کنټرول کې راوستلې.