د جوزجان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د ښځو د اقتصادي پراختیا په هدف ۵۰۰ کورنیو ته باغچې جوړې شوې دي.
د جوزجان د کرنې او مالدارۍ رئیس رحمان ارغندیوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغچې د جوزجان په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰۰ ښځو ته وېشل شوي.
ارغندیوال وایي، دغه کورنۍ باغچې د کرنې ریاست له لوري د څلور میلیونه اته لکه او پنځوس زره افغانیو په ارزښت جوړې شوې دي.
تېر کال هم په جوزجان ولایت کې د ښځو د اقتصادي پرمختګ په هدف ۸۵۰ کورنۍ باغچې جوړې شوې وې.