د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بېپیلوټه الوتکې پر داعش وسلهوالو هوايي برید کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل چې په دغه برید کې ۸ داعش وسلهوال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دغهشان وویل، تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسلهوالو تر منځ هم نښته شوې چې د خوګياڼي په خبره د دغو ډلو په خپلمنځي نښتو کې ۲۱ طالبان او ۷ داعش وسلهوال وژل شوي دي.
ښاغلی خوګیاڼی وايي، د دغو ډلو په بریدونو کې یوه نجلۍ وژل شوې او ۸ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د سیمې د خلکو په وینا، داعش وسلهوالو پرون د دې ولسوالۍ ځينې سیمې نیولي او د عامو خلکو ۷ کورونهيې سوځولي دي.
خو تر اوسه وسلهوالو مخالفانو په دې اړه څه نهدي ویلي.