د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، تېر کال په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال، د ډموکرات ګوند د اېمېلونو د "هک" پلان ښايي د چین له لوري جوړ شوی و.
د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د استخباراتو د ادارې له معلوماتو سره چې وايي، روسیې په دې مسئله کې لاس درلود، په ټکر کې دي.
د امریکا له ټلوېزیون "سي. بي. اېس" سره د ولسمشر ټرمپ په پرونۍ مرکه کې هغو خبرو ته اشاره وشوه چې هغه تېر کال د جمهوري ریاست له ډموکراتې کاندیدې هېلري کلېنټن سره په انتخاباتي مناظره کې کړې وې.
ولسمشر ټرمپ وویل:
"کېدای شي چې دا د چین کار و، کېدای شي چې بېلابېلې ډلې پهکې وې. که څوک د هک کولو پر وخت ونهنیول شي، دا ویل به ګران وي چې دا کار چا کړی دی."
د امریکا ولسمشر مخکې هم د هغه هېواد د استخباراتي ادارو د دې وینا په اړه شک څرګند کړی و چې کرملېن تېر کال د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هېلري کلېنټن د بري د امکان د محدودولو لپاره، د ډموکرات ګوند د اېمېلونو د هککولو او د پروپاګندۍ کمپاین تنظیم کړی و.
ولسمشر ټرمپ همداراز ټینګار کړی چې د اېمېلونو هککېدو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر پایلو اغېز نهدرلود.