د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، "په افغانستان کې د خپلو پوځونو پر پیاوړي کولو غور کوي."
سټولټنبرګ پرون یکشنبه د جرمني له ورځپاڼې "Welt am Sonntag" سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د پوځیانو د شمېر پر زیاتولو غور کېږي.
ناټو تړون ښايي په جون کې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت اوسمهال د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې پر پروګرامونو کار کوي.