د ايران لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنهیي، د ولسمشر حسن روحاني پر وروستيو څرګندونو انتقاد وکړ.
ښاغلي روحاني ويلي چې د لوېديځ په وړاندې د ده تګلارې د جګړې ګواښ له منځه وړى دى.
خو مذهبي مشر خامنهيي نن ويلي:
"موږ اورېدلي چې ځينو کسانو ويلي، کله چې موږ واک ته ورسېدو، وتوانېدو د هېواد له فضا د جنګ سيورى لېرې کړو؛ خو دا خبره سمه نه ده."
خامنهيي د کارګر نړيوالې ورځې په درشل کې نن د کاګرانو ډلې ته په وينا کې وويل:
"دا د خلکو حضور و چې له اوږدو کلونو راهيسې يې د جنګ سيورى زموږ له هېواد څخه لېرې کړى دى."
د ايران لوى مذهبي مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ايران کې د جمهوري رياست انتخاباتو لپاره کمپاين روان دى او روحاني هم هڅه کوي د دوېيمې دورې لپاره د جمهوري رياست انتخابات وګټي.