چارواکي: دوشي کې د افغان سرتېرو او طالبانو نښتې زور اخیستی

د بغلان سیمهییز چارواکي وايي، په دوشي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی.

د دوشي ولسوال شمس‎الدین سرحدي نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دغې ولسوالۍ د بيد‎ دره سیمه نیولې او د کابل - شمال لویه لاره یې د ټرافیکو په مخ تړلې ده.

ښاغلی سرحدي زیاتوي چې په جګړه کې دوه مسافرې ښځې ټپيانې شوي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو لویه لاره د وسله‎والو له کنټرول څخه ازاده کړي.

د چارواکو په وینا دوه ورځې وړاندې هم وسله‎والو طالبانو د بغلان په لویه لاره حمله کړې وه چې د افغان ځواکونو له لوري په شاتمبول شوې ده.