حسن روحاني: سخت دریځي به هېواد کې پراخ استبداد راولي

د ایران ولسمشر حسن روحاني ایرانیانو ته خبرداری ورکړ چې که د ده سیالو سخت‎ دریځو ته‌یې رأی ورکړې، په هېواد کې به پراخ استبداد راولي.

په همدې حال کې د روحاني اصلي سيال ولسمشر په خپلو اقتصادي پالېسیو کې ناکام وباله.

روحاني او سیال‌یې ابراهیم رئيسي له ټلوېزیوني مناظرې یوه ورځ وروسته پرون د شنبې په ورځ په جلا جلا غونډو کې خپلو پلویانو ته ویناوې وکړې.

روحاني چې هڅه کوي د دوهمې څلور کلنې دورې لپاره ولسمشر شي، په یزد ښار کې د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل، موږ به دوی پرېنه‌ږدو چې د امنیتي کسانو او پولیسو ماحول بیا واکمن کړي.

روحاني زیاته کړه، ایرانیان به نړیوالو ته د مې د ۱۹مې په ټاکنو کې ثابته کړي چې په ایران کې د تشدد، افراطیت او فشار دور پای ته رسېدلی او ایران د منطق پر لار روان دی.

روحاني په ټلوېزیوني مناظره کې ویلي وو چې د ایرانیانو لپاره د ازادۍ مسئله خورا مهمه ده.

رئیسي چې یو سختدریځی ملا او د ایران له مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‎اي سره نېږدې دی او دغه‌شان د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف، د روحاني اصلي سیالان ګڼل کېږي.

رئیسي د تهران په لوبغالي کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال پر روحاني د هېواد د اقتصادي وضعیت په خاطر انتقادونه وکړل.