د يمن چارواکي وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې په ختيځ کې د امريکا د يوې بېپېلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې پنځه مشکوک سخت دريځي وسلهوال وژل شوي دي.
د دغه هېواد امنيتي او پوځي چارواکي وايي، دغه برید چې یکشنبه د ورځې سهار وختي شوی، هغه موټر يې په نښه کړى چې د مارب ولايت په مرکزي برخه کې يې وسلې او مهمات لېږدول.
يوه پوځي مقام د نوم نهښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته وويل، دغه موټر په عرب ټاپووزمه کې د القاعده شبکې د يمن څانګې په يوه مشهور رهبر پورې تړلی و.
واشنګټن دا ډله د القاعدې يوه خطرناکه څانګه ګڼي.