عطايي: جوزجان کې د صنعتي ښارګوټي نشتوالي ستونزې پیدا کړي

د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په دغه ولایت کې افغان سوداګر د صعنتي ښارګوټي د نشتوالي له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د دغې خونې رئیس یولبرز عطايي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغې مسئلې افغان سوداګر دې ته اړ کړي څو له افغانستانه بهر پانګونه وکړي.

ښاغلی عطایي وايي چې په جوزجان کې د صنعتي ښارګوټي د نشتوالي موضوع‌يې په وار وار له مرکزي حکومت سره شریکه کړې، خو پاملرنه ورته نه‌کېږي.