د بغلان سیمهییز چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو پر دوشي ولسوالۍ حمله وکړه او د کابل-شمال لویه لارهیې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د دوشي ولسوال شمسالدین سرحدي ازادي راډیو ته وویل په دغې جګړه کې وسلهوالو طالبانو د بید دره سیمه نیولې ده.
ښاغلی سرحدي زیاتوي چې تازه دمي سرتېري سیمې ته رسېدلي دي، څو لویه لاره د ترافیکو او مسافرو پر مخ خلاصه کړي.