د امریکا یوې خبري سرچینې پرون شنبه وویل چې د افغانستان د طالبانو یوه مهم مشر منلې چې په پېښور کې د هغوی یو مشر مولوي محمد داود، د داعش وسلهوالو وژلی دی.
د امریکا "ان، بي، سي نیوز" د وسلهوالو طالبانو د دې مهم مشر نوم نهدی خپور کړی.
د وسلهوالو طالبانو دې مشر ویلي چې د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش د مولوي محمد داود د وژلو مسئولیت اخیستی دی.
د "ان، بي، سي نیوز" په حواله، مولوي محمد داود د پنجشنبې په ورځ وژل شوی دی.
دا اول وار دی چې د داعش وسلهوالو په پاکستان کې پر مېشتو افغان طالبانو داسې وژونکی برید کړی دی.
"ان، بي، سي نیوز" د طالبانو د پټې سرچینې په حواله ویلي چې مولوي محمد داود په پېښور کې د هغوی د شورا مشر و.
مولوي محمد داود او دوه ساتونکي یې د پېښور ښار په لمنو کې ویشتل شوي او وژل شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند ذبیحالله مجاهد د مولوي محمد داود د وژل کېدو خبر تائید کړی خو د حملې د عاملینو په اړهیې بېخبري څرګنده کړې ده.
د افغانستان او پاکستان د حکومتونو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه خبرې نهدي کړې.