ترکيي چارواکو په ټول هېواد کې د ویکې پیډیا ویب پاڼه بنده کړه.
د ترکيې د اطلاعاتو او مخابراتو چارواکو نن وویل، پر ویکي پیډیا ډاډ اورګ يې بندیز ولګاوه؛ خو په دې اړه يې جزئیات ورنه کړل.
ترکي رسنۍ وايي، دا بندیز وروسته له هغه ولګېد چې ویکي پیډیا هغه مواد لرې نه کړل چې د چارواکو په وینا ترورېزم ته پروپاګند کوي او ترکیه له ترورېستي ډلو سره تړي.
تمه ده چې په څو راتلونکو ورځو کې د محکمې د حکم پر اساس پر ویکي پیډیا د بندیز رسمي امر ورکړل شي.
په ترکیه کې تر دې مخکې په مؤقت ډول فېسبوک، ټوېټر او یوټیوب هم تړل شوي دي.