د روسې په ځینو ښارونو کې د پوتین پر ضد لاریونونه روان دي

د روسيې په یو شمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادېمیر پوتین پر ضد لاریونونه روان دي چې په ترڅ کې يې له نوموړي غوښتنه کېږي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ځان نوماند نه کړي.

په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې په راتلونکې مېلادي کال کې ترسره کېږي.

ګڼ‎شمیر لاریون کوونکي تر دې شعار لاندې چې "نور موږ له دې ستړي شوي یوو او بس دی" په مسکو او نورو ښارونو کې راِغونډ شوي دي.

په مسکو کې د مهمو حکومتي ودانیو مخته سلګونه پولیس هم ځای پر ځای شوي دي.

دا لاریونونه د کريمیلن د منتقد او پرانیستي روسيي ډېموکراسي پلوه حرکت د مشر مېخایل خودوروفسکي لخوا تنظیم شوي دي.

ولادېمیر پوتین چې په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې ولسمشر شو، دا مهال د ولسمشرۍ درېیمه دوره تېروي.

نوموړی دغه راز د۲۰۰۸ او۲۰۱۲ مېلادي کلونو ترمنځ د روسيې د صدراعظم په توګه هم پاتې شوی دی.