د قرغزستان په جنوب کې پر یوه کلي د ځمکې د ښوېدو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.
د قرغزستان د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، دا پېښه نن سهار په اوش سیمه کې شوې ده.
د ژغورنې لسګونه کارکونکې د ژوندي پاتې کسانو د پیدا کولو لپار کار کوي او چارواکي واي، په مړو کې ماشومان هم شامل دي.
د قرغستان ولسمشر الماس بېګ باقیف د بېړنیو حالاتو وزیر سیمې ته استولی چې له زیانمنو شوو کسانو سره مرسته وکړي.
د ځمکې ښوېدو له دې پېښې زیات شمېر کسان ژوندي وتي؛ خو کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.