د افغانستان د ملي المپیک کمېټې مسؤلین وایي، په کابل کې د ارغوان په نوم د باسېکل ځغلونې سیالۍ پېل شوې.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالي له کابل څخه تر ګلغونډۍ پورې ترسره کېږي چې له بېلا بېلو ولایتونو څخه له ۷۰ زیات لوبغاړي په کې ګډون لري.
د شهزاد د معلوماتو له مخې د دغې سیالۍ فاصله ۷۰ کېلو مټره ټاکل شوې چې له کابله ترګلغونډۍ پورې ده.
د باسېکل ځغلونې دغه سیالۍ هر کال ترسره کېږي چې هدف يې د باسېکل ځغلونې د لوبې وده ده.