کرکټ ميلیون‌جام سیالیو کې سپین‌غر میوند‌رنجرز ته ماته ورکړه

په کابل کې د کرکټ مېلیون جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې سن‌رائزر سپین‎غر لوبډلې میوند رنجرز لوبډلې ته په ۳۲ منډو ماته ورکړه.

د لوبې پچه يا ټاس مېوند رنجرز لوبډلې وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.

سپین‎غر لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو مېوند رنجرز لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه چې د عثمان غني ۶۴ منډې په کې د يادولو وړ دي.

په ځواب کې د مېوند رنجرز ټوله لوبډله په ۱۰۶ منډو وسوځېده او لوبه يې د ۳۲ منډو په توپیر وبایلله او په پرلپسې څلورو ماتو سره له سیالیو ووته.

د دغو سیالیو په بله لوبه کې به د پامیر رایډرز لوبډله د تیرا ډيفنډر لوبډلې سره مخامخ شي.