جنبش ملي: ولسمشر پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

د افغانستان د ملي جنبش ګوند پلویانو نن په سرپل ولایت کې اعتراضیه ناسته وکړه.

دوی په خپلو شعارونو کې خبرداری ورکړ، که د حکومت لخوا یې غوښتنو ته پام ونه شي؛ نو خپلو اعتراضونو ته به دغه شان دوام ورکړي.

د ملي جنبش ګوند غړیو وویل چې ولسمشر غني هغه ژمنې چې په انتخاباتي کمپاینونو کې یې له جنرال عبدالرشید دوستم سره کړې وې، نه دي عملي کړي.

تر دا مهاله افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.