افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي هره احساساتي او غیر مسؤلانه دریځ نیول دښمن ته موقع ورکوي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.
ښاغلي غني دا خبرې د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بري د ۲۵ کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وکړې:
"هره احساساتي دریځ نیول او غیر مسؤلانه اقدام د افغانستان دښمنانانو ته فرصت ورکوي چې د عمل ابتکار په لاس واخلي او خپل شوم اهداف پلي کړي."
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود یوې ناستې ته په وینا کې ولسمشر یو دیکتاتور یاد کړ او ويې ویل چې حکومت خپله د نظام د کمزوري کېدو په هڅه کې دی.