افغانستان کې د ماشومانو مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنې

د ماشومانو د ملاتړ دفتر يا سيف دي چيلډرن «Save the Children» په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه وښوده.

دغې ادارې په خپله هغه اعلاميه کې چې پرون جمعه خپره شوې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله ويلي، يوازې د روان ميلادي کال په تېرو درېيو مياشتو کې د شخړو له کبله ٢٠٠ ماشومان وژل شوي او ۵٠٠ نور ماشومان ټپيان شوي دي.

په کابل کې د دغه دفتر مشر پال بارکر «Paul Barker» ويلي: دغه لوړ شمېر څرګندوي چې په هرو درېيو ساعتونو کې يو ماشوم د جنګ قرباني کېږي.

سيف دي چيلډرن د جګړې له ټولو لوريو غوښتنه کړې چې هر څنګه کېږي د ماشومانو خونديتوب ته پام وکړي.