د امريکا پوځ وايي په ننګرهار کې يې دوه سرتېري ښايي د ورسره ملګرو پوځيانو په ډزو وژل شوي وي.
دوى پر هغه سراى د چاپې پر مهال ووژل شول چې په داعش ډلې پورې د تړلو وسله والو په کنټرول کې و.
د امريکا د دفاع وزارت وياند تورن جيف داويس پرون جمعه وويل، د امريکا پوځ دا قضيه څېړي چې ايا دغه دوه سرتېري يې تصادفاً د امريکايي يا افغان پوځيانو په ډزو وژل شوي که څنګه؟
دغه دوه وژل شوي امريکايي سرتېري ٢٢ کلن جاشوا روجيس «Jushua Rodgers» او ٢٣ کلن کامرون توماس «Cameron Thomas» نومېږي.
د جيف داويس په وينا د دغو عملياتو چې د چهارشنبې ناوخته وشول، هدف په افغانستان کې د داعش امير عبدالحسيب و.
امريکايي چارواکي شک لري چې د داعش دغه امير به په هغه چاپه کې وژل شوى وي که نه.
د امريکا د دفاع وزارت وياند وايي د امريکا د پوځ شا و خوا ۵٠ پوځيانو او ۴٠ افغان کومانډو سرتېرو پر هغه سراى په عملياتو کې برخه درلوده چې د داعش د خراسان څانګې په کنټرول کې و.
د داعش دغه څانګه په افغانستان او پاکستان کې فعاليت لري.
د جېف داويس په خبره جګړې درې ساعته دوام وکړ او په نتيجه کې يې شا و خوا ٣۵ سخت دريځي وسله وال ووژل شول.