امریکا پر بېلروس د بندیزونو موده وغځوله

د امريکا متحدو ايالتونو له بېلروس څخه د بنديزونو د لېرې کېدو موده د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله.

دغه موده د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې د پاليسۍ د دوام پر اساس وغځول شوه چې له مخې يې بېلروس له خپلې متحدې روسيې څخه فاصله واخلي او ځان لوېديځ ته نږدې کړي.

د امريکا د خزانې وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنټرول ادارې پرون جمعه د اکتوبر تر دېرشمې له بنديزونو د معافيت په اړه خبر ورکړ.

پر بېلروس دغه بنديزونه په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د اندېښنو له کبله لګول شوي وو.

په پام کې وه د بنديزونو دغه معافيت د راتلونکې يکشنبې په ورځ پاى ته ورسېږي، خو اوس چې دا موده غځول شوې، د بېلروس سترې کمپنۍ کولاى شي له امريکايي شرکتونو سره خپل تجارت ته ادامه ورکړي.