د ایران د ولسمشرۍ ۶ کاندیدان نن په یوې ژوندی تلویزوني مناظره کې برخه اخلي.
د ایران دولتي خبري رسنیو ویلي، د ولسمشرۍ کاندیدان به په دې مناظره کې د ټولنیزو او اقتصادي مسئلو په اړه بحث وکړي.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې مې میاشت په ۱۹مه نېټه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د جمهوري ریاست ۶ واړه کاندیدان په درېیو مناظرو کې ګډون وکړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دوهمې دورې لپاره کاندید دی او د تهران ښاروال محمد باقرقالیباف او مذهبي مشر ابراهیم رئیسي چې د روحاني پر اقتصادي پالیسیو انتقادونه لري، دوه نور مهم کاندیدان دي.