امریکا ته د تلونکو ځینو کسانو ویزې لغوه شوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو هېوادونو د وګړو چې امریکا ته يې پر داخلېدو بندیز لګیدلی، د نیمايي کسانو ویزې لغوه کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دا ګام په داسې حال کې پورته کړی چې د امریکا محاکمو دې هېواد ته د ۶ اسلامي هېوادونو د وګړو پر داخلېدو د ولسمشر ټرمپ له‎خوا د لګول شوي بندیز عملي کېدل ، ځنډولی دی.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیه فرمان له مخې د ایران، یمن، سومالیا، سوډان، سوريې او لیبیا وګړي تر نوي ورځو پورې متحده ایالاتو ته له داخلېدو منع ګرځول شوي دي.